IQNA

د بهرنیو سیلانیانو لپاره د ایران سمندري او ځمکنۍ لارې بندې شوې

16:39 - December 26, 2021
د خبر لمبر: 3485178
تهران (ایکنا) - د ایران د کلتوري میراث، سیاحت او لاسي صنایعو د چارو مرستیال وزیر د بهرنیو سیلانیانو پر مخ د ایران د ځمکنیو او سمندري سرحدونو د بندیدو خبر ورکړ

ایکنا خبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ د ایران د کلتوري میراث، سیاحت اولاسي صنایعو د چارو مرستیال وزیرد بهرنیو سیلانیانو پر مخ د ایران د ځمکنیو او سمندري سرحدونو د بندیدو خبر ورکړ

علي اصغرشالبافیان د ایران له ځمکنیو، سمندري او هوايي لارو څخه د بهرنیو ښاریزو په راتګ باندې د ۱۵ورځني بندیز په هکله له کرونا سره د مقابلې د ملي کمیټې موبو ته په اشارې سره وویل: په دغه ممنوعیت او بندیز کښې له هوايي لارو راتلونکي سیلانیان نه شاملیږي.

د دغه رپورټ له مخې، په هغه حکم کښې چې پرون له کرونا سره د مقابلې د ملي کمیټې له مصوبې وروسته صادر او اجرا شو، د اتو افریقايي هیوادونو او څلورو اروپايي هیوادونو څخه د مسافرانو نیغ په نیغه یا غیرمستقیم راتګ د ۱۵ ورځو لپاره بند شو.

https://parstoday.com/ps/news/iran-i110198

captcha