ایکناخبری اژانس راپور راکړ، د ملایشیا د پوترا جومات ،په زړه پورې ودانۍ چې صورتي رنګه بڼه لري،او د جهیل ساحل خوا ته جوړشوی او صورتي رنګه فضا ئې ځلا ته ډيره ښکلی او زړه راکښونکي بڼه ورکړې ده او خلک ځان ته راکاږي .
ددغه جومات د ودانۍ معمارۍ سټایل د ایران دصفویّه دوران اسلامی معمارۍ څخه سرچینه اخستې ده او یوه یوسل دولس میټري لوړه میناره لری ، اته واړې ګنبسۍ لري او اصلی ستره ګونبسۍ ئې هم شپږ اویا میټره لوړره ده او اصلی شبستان یا هال ئې په دولسو ستنو ولاړ دی . د دغه جومات د سړیو په برخه کې چې لومړنی پوړ دی ، اته زره کسانو دلمونځ اداکولو ظرفیّت لري او دغه راز په دوهم پوړ کې د دوه زره میرمنو په ظرفیّت سره ځائيګې لری او دغه راز پنځه زره کسان هم د جومات په انګڼ کې لمونځ اداکولی شي په دغه جومات کې ټول ټال دولس زره لمونځ ګوزار لمونځ اداکولی شي ،چې په ملایشیا کې دوهم ستر او تاریخي جومات حسابیږي .
ددغه جومات په باب یو په زړه پورې انځوریز راپور هم ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي .