IQNA

د ایران او افغانستان د پولو د ساتلو چارې نوره هم پیاوړي کیږي

15:47 - March 17, 2022
د خبر لمبر: 3485550
تهران (ایکنا) – په افغانستان کې د طالبانو دموقته حکومت دکورنیو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د ایران دسفارت له سرپرست سره په کتنې کې د ناسمو سرحدي تفاهمونو د ختمولو لپاهر دګډ پلاوي له جوړولو سره په پخلاکیدا سره   دایران له اسلامی جمهوریته وغوښتل څو د افغانستان له توانمنولو سره دې مرسته وکړي .

 ایکنا خبری اژانس د تسنیم له قوله راپور راکړ،په افغانستان کې د ایران داسلامی جمهوریت  سرپرست  سید حسن مرتضوي  نن سهار په افغانستان کې د طالبانو د موقته حکومت د کورنیو چارو د وزارت له سرپرست سراج الدین حقاني سره په کتنې کې د ایران  او افغانتسان د پوله ساتونکو ترمینځ د رامینځةشوو ځینو مشکلاتو ته په اشارې سره ، په دې باب د ځينو ناسمو تفاهمونو د ختمولو  لپاره د ګډسرحدي پلاوي د سملاسی جوړولو غوښتنه وکړه .

د حسن مرتضوي  دغه غوښته  د طالبانو د  کورنیو چارو د وزارت د سرپرست  له هرکلی سره مخ شوه او وټاکل شوه څو په نزدې راتلونکي کې  د ګډ سرحدي پلاوي د  جوړولو اقدام وشي .

سراج الدین حقاني  هم په دغې کتنې کې  د افغانستان د پولیسو په جوړښت کې  ځینو موجودو مشکلاتو ته په اشارې سره  ووئیل ، دافغانستان پولیس  همدااوس  روزنې او توانمیندا ته اړتیا لري  او د ایران اسلامی جمهوریت  په دې زمینې کې  پخپلې تجروبې سره   د افغانستان  له پولیسي ځواک سره غوره مرسته کولی  شی ،  او د دوي د حکومت کابینه هم ددغې موضوع هرکلی کوي .

 په راپور کې وئيل شوي دي ،  دواړو لورو په دغې کتنې کې   همداراز  د افغانستان   په خاورې کې د نشه ایزو موادو د کر او  دایران خاورې ته ئې  د قاچاق  سره  اړونده موضوعګانې  هم  وارزولې  او د نشه ایزوموادو  له قاچاق سره  د مبارزې  لپاره د ګډې  ملګرتیا په باب ځیني ژمنتیاوې د دواړو هیوادونو په ایجنډا کې شاملې  کړې .

سراج الدین حقاني په دغې کتنې کې همدرااز ځينو سیمه یزو او نړیوالو مسئلو ته په اشارې سره  ووئيل ، په سیمې او نړۍ کې شرائط په داسې لور روان دی چې  باید په ټول توان سره  د ه رډول جنګ او تاؤتریخوالو د مخنیوي لپاره  هڅې وکړو او اجازت ورنکړو ځيني مستکبر قدرتونه ،له سیمې په تیره بیا له افغانستانه له وتلو وروسته،یو ځل بیا دسیمې پرمسلمانو ملتونو باندې جنګ او ناکراري وتپي او د ایران له اسلامی جمهوریته هم غواړو، د تیر وخت په څیر تل د افاغنستان د ملت ترڅنګ ووسي .هغه په عین حال کې ووئيل د افغانستان حکومت له ددغه هیواد په داخل کې  له هرډول ترهه ګرو اووسلوالو حرکتونو سره جدی مبارزه وکړي او اجازت نه ورکوي،ددغه هیواد له خاورې د افغانستان ګاونډیو او  نورو هیوادونو ته  کوم ګواښ متوجه شي .

وئيل کیږي،دا په رسندویو کې د سراج الدین د عکسونو له څرګندې خپریدا وروسته له هغه سره د یوه ایراني چارواکي لومړنۍ کتنه ده .

 https://www.tasnimnews.com/fa/news/1400/12/26/2683946/دیدار-ح  

captcha