IQNA

د اهل تسنن علماء وائي ، تکفيري – وهابي ډلې د اسلام اصلي دښمنان دي

23:41 - April 06, 2022
د خبر لمبر: 3485643
تهران (ایکنا) - د ايران د مختلفو سيمو سني عالمانو د امام رضا (ع) د سپيڅلي حرم په یوه صحن کښې د پروني جنايت په غندلو سره تکفيري – وهابي ډلې د اسلام اصلي دښمنان او د امريکې او اسرائيلو نوکران وبلل.

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپورراکړ،د ايران د سيستان او بلوچستان ولایت د اهل سنت عالمانو، د رهبرۍ د خبرګانو د شورا غړي او د ايران سني عالم، مولوي نذير احمد د ايران د ميرجاوې ښار د جُمعې سني عالم مولوي عبدالرحيم  رېګيان پور، د ايران د سرباز ښار د جُمعې سني امام مولوي عنايت ا... رسولي او همدارنګ د ايران د شمالي خراسان صوبې سني علماؤ په بيله بيلو بيانيو جاري کولو سره د امام رضا (ع) په حرم کښې دغه ترهه ګريزه حمله په سختو الفاظو سره وغندله او وې ويل چې هر څوک د سني او شيعه مسلمانانو ترمېنځ د تفرقې اچولوکوشش کوي په قطعي توګه کافر دے.

په دغو بيانيو کښې همدارنګ راغلي دي د روژې په مبارکه مياشت کښې په رضوي حرم کښې په زائرينو علماو باندې حمله او بې حرمتي د هر مسلمان او غېر مسلمان وجدان لرونکي انسان له نظره سخته غندېدونکې چاره ده.

په دغو بيانيو کښې د مسلمانانواتحاد او امنيت ګډوډونکو عناصرو سره د سخت چلند کولو غوښتنه شوې ده.

په دغو بيانيو کښې دا هم ويل شوي چې  د شهيد جنرل قاسم سلېماني په وسيلې او قربانۍ سره په سوريې او عراق کښې د امريکې ، اسرائيلو او تکفيري ډلو د دسيسو او نقشو د ناکامۍ او همدارنګ په نړۍ کښې له اسلامه د ويرونې په پروژو کښې دخپلې ماتې د درمان لپاره په داسې ناځوانمردانه اقداماتو لاس پورې کوي چې د مسلمانانو د اتحاد او يووالي په ذريعې سره به يې دغه غېر انساني او ناځوانمردانه سازشي اقدامات ناکامه شي.

https://parstoday.com/ps/news/iran-i114408

captcha