د مسلمانانو نورو سپیڅلیو او مذهبي ځایونو د ړنګولو یا ورته د تاوان رسولو او حتی د تاج محل مشهورې ودانۍ د ړنګولو اراده لري .
ایکنا خبري اژانس د فرانس څلرویښتم ټيلي ويژن په قول وویل د هندوستان یوې سرزروي ډلې واک ته د لومړي وزیر ناریندرا مودي له رسیدا وروسته زیات جرات پیدا کړی دی او د ځايي حکومتونو په ملاتړ او د مسلمانانو د جوماتونو ، د جوماتونو د لاوډسپیکرونو او د اسلامي حجاب پرضد د محکمو په رایو سره د اسلامي مظاهرو د تباه کولو او د ورانولو او حتی د تاج محل د تاریخي او د ښکلي ودانۍ د ورانولو نیت لري .
هغوې ادعا کوي د هندوستان د ټولو جوماتونو د پاسه معبدونه جوړ شي او جوماتونه باید ړنګ شي .
حاضردمه د هندوستان په بنارس کښې په څو سوه کاله لرغونوالي سره ګیانوابي جومات ته زیات خطر ورپیښ دی .
بنارس ښار د هندوانو لپاره ډیر مقدس دی .
په عین حال کښې تیره اونۍ هندوانو ادعا وکړه چې د جومات په هکله پټې څیړنې د دې ښودنه کوي چې د «شیوالینګا» پاتې شوني چې د هندوانو د شیوا خدای بیلګه ده په دغه ځاې کښې کشف کړي دي .
د هندوستان د لومړي وزیر ناریندرا مودي د سیاسي ګوند یوه غړي «کاوشال کیشور» ځايي رسنیو ته وویل دا په دې معنا دي چې دلته مخکې یو معبد یعني د هندوانو درمسال و .
مسلمانان مخکې د دغه جومات د ډنډ له اوبو څخه له وضو کولو منع کړې شوي وو او دغه خطر شته چې دغه جومات هم د بابري جومات له برخلیک سره مخامخ شي .
هندوان باوري دي د دوې د هیواد اصلي مذهب هندوایزم دی او هر شی له مغولانو رانیولي تر ګورکانیانو مسلمانو پورې تر انګریزانو پورې پردي دي او په ټول هندوستان کښې د دوې ټول مظاهر له مینځه یوړل شي .
ځینې ډلې حتی تاج محل چې د یونیسکو د نړیوال میراث په لیسټ کښې دی او د هندوستان مشهوره تاریخي ودانۍ ده او هر کال په میلیونونو خلک هلته ځي د ړنګولو اراده لري .
دا په داسې حال کښې دي چې هندوان هیڅ معتبر سند نلري خو باور لري چې دغه ودانۍ په اولسمې میلادي پیړۍ کښې د مغول امپراتور شاه جهان لخوا د شیوا زیارت په ځاې کښې جوړه کړې شوي ده .
د راټګرز پوهنتون کښې د جنوبي اسیا د تاریخ یوه ایسوسي ایټ پروفیسر اډري ټروشکه د تاج محل ودانۍ په هکله د هندوانو د ادعا په اړه وايي : که چیرې باور وکړو چې ځمکه هواره ده د شیوا درمسال د ودانۍ د پاسه د تاج محل د ودانۍ د جوړیدا ادعا به سمه وي .
په داسې حال کښې چې د تاج محل ودانۍ ړنګول حاضردمه د هندو سرزورو کسانو لپاره د یوې ارزو تر حده پاتې دي جوماتونه او نورې اسلامي ودانۍ هم د ورانولو او د نابودۍ له خطر سره مخامخ دي .