IQNA

د نړۍ د باکسینګ اتل مایک تایسون د احرام په جامو کې (فلم)

7:12 - December 11, 2022
د خبر لمبر: 3486579
ایکنا-(تهران) د نړۍ د باکسنګ اتل او مشهور باکسر مایک ټایسن او د فلسطنی توکمه امریکائي پروډیوسر ډی جی خالد د مفرده عمرې دترسره کولو لپاره  مکې مکرمې ته تللی دی. دغه امریکائي هنرمند د کعبې شریفې  دزیارت ډير انځورونه او ویډیوګانې په ټولنیزو چینلونو کې شئير کړي دي.

ایکناخبری آژانس د دي نیوز له قوله راپور راکړ، خالد په دغو خپرو شوو ویډیوګانو او انځورونو کې لیکلی دي ،دوهم ځل چې په مکې معظمې کې مو ګام کیښود،له سترګو مې اوښکې روانې شوې،د شوق او مینې اوښکې،په ټول عمر کې مو دا غوښته وه چې د شکر او  لمانځه د ادا کولو لپاره  مکې ته لاړشم. د دنیا لپاره، دلازیات عشق لپاره ، د لازیات ژوند لپاره مو دعا وکړه اود لازیات آرامښټ، دلازیاتې ښادۍ،سلامتیا او د مونږ ټولو لپاره د امنیت اوکرارئ دعا.

مایک ټایسن هم په هغې ویډیو کې چې ډي جي خالد په  خپل اینسټاګرام پاڼې کې خپره کړې ،لیدل کیږي.

له دې مخکې  خالد  مکې ته دتلو په وخت له ټایسن سره یو ځاي انځورونه خپره  وشئير کړي وو.

مایک ټایسن  کله چې په ۱۹۹۲کال کې زنداني شو،نو هغه مهال ئې اسلام قبول کړ.ټایسن  له ۱۹۸۵کال څخه د باکسنګ حرفه وي دنیا ته وارد شو او په ۱۹۸۶کال کې د سوک وهنې دنړیوالې شورا له خوا په ترسره شوو لوبو کې اتل شو. همداراز په ۱۹۸۰کاله رانیولې تر ۱۹۹۰کال پورې د خپل دوران نړیوال اتل ؤ . دغه امریکائي  باکسر   په ۲۰۰۶کال کې  له حرفه وي ورزشه خداي په آماني وکړه. 

په ډی جي خالد مشهور فلسطینی توکمه هنرمند  خالد محمد خالد،په امریکا کې د لوئيزیانا اوسدونکی  او د موسیقۍ غوره پروډیوسر دی چې په ډی جي خالد 

پيژندل کیږي.

 

https://iqna.ir/fa/news/4105762/%D9

captcha