ایکناخبری آژاسن د پارس ټوډې له قوله راپور راکړد تهران د جمعې لماځه خطیب آیت الله سید احمد خاتمی د جمعې د لمانځه په خطبو کې د اسلامي انقلاب د بریا د ۴۴مې کلیزې په یادولو سره زیاته کړه: د ۵۷ کلن پهلوي حکومت نسکورېدل، د خدای د قدرت له ارادې پرته بل څه نه وو؛ داسې رژیم ړنګ شو چې د ازادۍ ضد او د دین ضد و.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب زیاته کړه: استکبار د اسلامي انقلاب له بریا وروسته په څو کلونو کې د ایران له ملت سره جګړې ته راغی، خو په تېرو څلوېښتو کلونو کې د هغوی ټولې دسیسې شنډې شوې.
آیت الله خاتمي همداشان د اسلامي انقلاب د بریا د کلیزې په لاریون کې د ایران د خلکو پراخ ګډون یو صالح عمل وباله او د سبا ورځې لاریون یې د ایران د ملت د لیدلوري نښه وبلله.
سبا شنبه د ۱۴۰۱ کال د سلواغې میاشتې ۲۲ نېټه چې د ۲۰۲۳ کال د فببرورۍ له ۱۱ نېټې سره سمون خوري د ایران د اسلامي انقلاب د بریا له ۴۴مې کلیزې سره برابره ده.