IQNA

په کابل کښې د اسلامي انقلاب د بریالیتوب دکلیزې دستورې وشوې

15:48 - February 12, 2023
د خبر لمبر: 3486888
ایکنا-(تهران)د افغانستان د خارجه وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس استانکزي په کابل کښې د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د کلیزې د لمانځلو په دستورو کښې د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظیم سیدعلي خامنه اي، ولسمشر ابراهیم رئیسي او د ایران ملت ته په مبارکۍ ویلو سره وویل،مونږ په بیلابیلو ډګرونو کښې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکي یوو.

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،په کابل کښې د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د څلورڅلویښمې کلیزې مراسم د طالبانو د حکومت د بیلابیلو چارواکو او د نورو کلتوري او د مذهبي شخصیتونو په ګډون سره ترسره شول.

په کابل کښې د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د څلورڅلویښتمې کلیزې په دستورو کښې د افغانستان انجلیو یوه ښکلي ترانه وویله او د خارجه وزارت د سیاسي چارو مرستیال شیر محمد عباس استانکزي د دغه سندرې په ښه ډول د اجرا ستاینه وکړه.

«صدای هموطن» ډلې دغه ترانه د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د څلورڅلویښتمې کلیزې په جشن کښې د ګډونوالو لپاره وویله.

د افغانستان د خارجه وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس استانکزي په کابل کښې د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د کلیزې د لمانځلو په دستورو کښې د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظیم سیدعلي خامنه اي، ولسمشر ابراهیم رئیسي او د ایران ملت ته په مبارکۍ ویلو سره وویل چې مونږ په بیلابیلو ډګرونو کښې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکي یوو.

هغه زیاته کړه په اقتصادي، تجارتي ، کلتوري او ډیپلوماټیکو ډګرونو کښې باید د ایران او د افغانستان اړیکې زیاتې او پراخې شي.

شیر محمد عباس استانکزي د ایران په سیستان وبلوچستان ولایت کښې چابهار بندر د تجارتي او د اقتصادي ملګرتیاو د پراختیا لپاره یو مناسب فرصت وباله.

د افغانستان د خارجه وزارت د سیاسي چارو مرستیال استانکزي دغه راز د افغانستان له میلیونو کډوالو د ایران د اسلامي جمهوریت د کوربه توب ستاینه وکړه او افغانستان ته د دغو کډوالو تر بیرته ستنیدا وخت پورې یې  د نوموړو مهاجرینو لپاره د ډیرو اسانتیاو د وړاندې کولو غوښتنه وکړه.

په کابل کښې د ایران د سیاسي نمایندګۍ مشر او سفیر حسن کاظمي قمي هم په دغه ښار کښې د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د کلیزې په جشن کښې له افغانستان سره د اړیکو په پیاوړتیا باندې ټینګار سره وویل له افغانستان سره د ایران اړیکې له جغرافیايي سرحدونو ورهاخوا دي ځکه چې افغانستان او ایران په دې سربیره چې دوه ګاونډي هیوادونه دي ډیرې دیني، کلتوري او اقتصادي ګډولې لري.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i127824

captcha