ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړد افغانستان د حاکمه پلاوي ویاند حفیظ ضیا احمد په یوه ټویټ کښې وویل په تهران کښې د افغانستان د سفارت نوي شارډز افیر فضل محمد حقاني او ورسره پلاوي په رسمي ډول د دغه سفارت چارې په لاس کښې واخیستلې.
حفیظ احمد ضیا وویل د بهرنیو چارو وزارت په ایران کښې د هستوګنه افغانانو لپاره د سفارت په خدماتو رسونې کښې د خنډ د رامینځته کیدا او د ځنډ د مخنیوي لپاره فیصله وکړه چې د تجربه لرونکو ډيپلوماټانو اوه کسیزه ډله په تهران کښې د افغانستان سفارت ته واستوي چې د نوي شارډز افیر په څنګ کښې په کارونو بوخته شي.
له دې مخکې د افغانستان خارجه وزارت په تهران کښې د افغانستان د سفارت د بدلونونو په هکله ویلي وو د ډيپلوماټانو په کادر کښې بدلون یوه عادي ادارې چاره او د هر هیواد جایز حق دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې اطلاعیې کښې په تهران کښې د افغانستان د سفارت د داخلي بدلونونو او د سفارت د سپارل کیدا په هکله د ځینو مطرح شویو ادعاګانو په ردولو سره وویل په تهران کښې د افغانستان د سفارت بدلونونه او ورسپارل له افغانستان سره اړونده داخلي چاره ده او د ایران د بهرنیو چارو وزارت هیڅکله په دې موضوع کښې رول نه دی لرلی.