ایکناد پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،له میاشتو میاشتو ځنډ وروسته د افغانستان د طالبانو موقته حکومت له خوا د کابل د ښاریزو لپاره د پاسپورټونو د ویشلو بهیر له سره پیل شو.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د وزارت د پاسپورټ ادارې ریاست پرون په یوه ټویټر پیغام کښې په کابل کښې د پاسپورټونو د ویشلو د بهیر د له سره پیلیدا خبر ورکړ.
له دې مخکې د پاسپورټ ادارې چارواکو ویلي وو چې د پاسپورټونو د ویشلو بهیر به له پرون څخه پیل شي.
د طالبانو د پاسپورټ ادارې انلاین خدمات حاضردمه له چیلنج سره مخامخ دي او دمګرۍ د پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره د نوم لیکل او د نوبت ترلاسه کول د اینټرنیټ سایټ له لارې کیږي.
د افغانستان ځینې ښاریز چې د پاسپورټونو د ترلاسه کولو په تکل کښې دي وايي د پاسپورټ ادارې اینټرنیټ پاڼې ته لاسرسی نه کیږی یا په سختۍ سره خلاصیږي.
ځینو کسانو ویلي دي چې دوې کابو یو کال کیږي چې د پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره یې نومونونه لیکلي دي خو تراوسه ورته پاسپورټونه نه دي ورکړل شوي او د دوې نوبت هم تراسه معلوم نه دی.