IQNA

د امام خمیني په رهبرۍ د ایران د ملت د تاریخي ټاکنې ورځ دې پرټولو مبارک شه

12:55 - April 01, 2023
د خبر لمبر: 3487115
ایکنا-(تهران)د وري یا فرودین دمیاشتې دولسمه نیټه یوم الله د حضرت امام خمیني په عارفانه ،اصل او روښانه ضمیر رهبرۍ سره د ایران د ملت د تاریخي او لوئې ټاکنې ورځ ده.

ایکنا خبری آژانس  راپور راکړ، د اسلامی تبلیغاتو دغږمله شورا په اعلامیې کې  د اسلامی جمهویر مقدس نظام د تاسیس او د دولسم فرودین د یوم الله د څلور څلویښتم کلیزې په مناسبت په مبارکۍ وئيلو سره  ایران له ملته غوښتي یو ځل بیا دې د ارواښآد امام له آئيډياؤ او د حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي له هوښیارې اوپوهې رهبرۍ سره خپل بیعت نوی کړي.

په دغې اعلامیې کې راغلي دي،دغه اسلامی انقلاب دالهی دین د اصولو په اساس  او د لکونو ایرانیانو په قربانۍ  او سرښيندنې سره  او  خپلې خوښې په رایو سره رامینځةشوی دی  او دایران ملت یو ځل بیا کلک هوډ کوي چې د خپل ژوند تر وروستیو پورې به ددغه لوي او سترې سټَې د ساتلو لپاره کله هم ضرورت شي ، په ډګر کې به شتون ولري.ځکه دغه انقلاب په الهي ژمنو باندې د اعتقاد په اساس  او د صبور ،پوه،ځير  او په سوچه اسلام باندې د ژور باؤر درلودونکي او ددین  او انسانیّت سره د مینې د بې بدیله  تعلیماتو د مینه وال ملت باندې په تکیې سره رامینځةشوی  او اوس هم ددغه لوی ملت او د مقاومت د جبهې  نه ستړیکیدونکو مبارزو په پشتوانې او ملاتړ سره ددغه لوي او عظیم انقلاب دپراختیا او دغه راز د نړیوال استکبار او صهیونزم ددړوې وړې کیدا او ځوړتیا شاهد دی.

نن د ایران  اسلامی جمهوری نظام  د انقلاب په دوهم ګام کې  او د ماډرن اسلامی تمدن ته درسیدا په لاره کې  دنړیوال استکبار له جنګ او هراړخیزو دښمنیو سره سره ، د هغې علوي حکمرانۍ اغیزشیندونکي او مثالی بیلګه دی چې د حضرت آیت الله العظمی سید علی  خامنه اي په حکیمانه  او پوهې او حکیمې رهبرۍ په تدبیرونو سره په سیاسی ودې او ایماني بلوغ  اوعمل او په کلک هوډ په تکیې سره دختیځ اولویدیځ سلطې په وړاندې په میړنتوب سره دریدلی  او  الحمد الله په یوې متحدې ،یوه زړه توب څخه په ډکې ، ماته نه خوړونکی  او مقتدرې  او  الهی او ولایتي ټولنې باندې بدل شوی دی.

د وري یا فروردین د میاشتې دولسمه نیټه یعني بوم الله  او داسلامی جمهوری نظام ته د ایران د میړني ملت د راي ورکونې ورځ دې پر درستو خداي غواړو او پتمنو او خپلواکه انسانانو مبارک وي.

https://iqna.ir/fa/news/4130548/12-

captcha