ایکنا د بوابه الاهرام له قوله راپور راکړ، د مسجد الحرام او مسجد النبی د عمومی چارو د مشرۍ د ژبو او ترجمې د برخې مرستیال مشر عبدالعزیز الحمیدی ددنیا په لسو ژوندیو ژبو دمسجد الحرام د جمعې لمانځه د خطبو په یووخت د ژباړې خبر ورکړ.
هغه په دې باب ووئيل، د مسجد الحرام د ترجمې اورګان دخپلو خدماتو د پراخولو په لړ کې د مسجد الحرام د جمعې لمانځه او خطبو په یوه وخت په درستې نړۍ کې په لسو ژبوکې د مینه والو لپاره ترجمه کوي. الحمیدي ووئيل ،دغه خطبې په انګریزي ،فرانسیسۍ ، اردو ،فارسئ، ترکیه ای، مالیزي، روسي، چیني ،بنګالي اوهوسا ژبو ترجمه کیږی او مینه وال دغه ژباړه د مسجدالحرام د خطیب د خطبو له وړاندې کیدا سره په یووخت ،د حرمیّن شریفیّم دعمومی ریاست د ویب پاڼې او یا د ریډیوئي څپو له لارې آوریدلی شي.
دعرستان دغه مسئول مقام ووئيل چې دعرفې خطبې به هم ددنیا په لسو ژبو وژباړل او دحرمیّن شریفیّن په ویب سایټ کې به ورته لاس رسي کیږي.