IQNA

په حج کې هندۍ میرمنو تاریخ جوړ کړ(فلم)

14:31 - June 12, 2023
د خبر لمبر: 3487461
په تاریخ کې د لومړی ځل لپاره ،هندۍ ښځينه حاجیانې په هغې الوتکې سره چې په بشپړډول ټول مسافران عمله او خدمات وړاندې کونکي میرمنې وې ،عربستان ته واردې شوې.

 ایکناد عرب نیوز له قوله راپور راکړ،هندی چارواکو د تیرې جمعې په ورځې وئيلي  دي،چې دهندوستان په جنوب کې  له کرالا صوبې  یو الوت  چې حاجیان ئې  بیولل، عربستان ته تلو په وخت ئې تاریخ جوړ کړی دی . دایئر انډیا ایکسپریس شرکت الوت له کالیکوډ هوائي ډګر څخه د پنجشنبې په شپه  په یوسل پنځه څلویښت  حاجیانو سره جده ته وارد شو،په دې دلیل چې  ددغه الوت پیلوټ،ټوله عمله او مسافران  ښځې وې،د ټولو دپام وړ ګرځيدلی دی.

دغه مسافري الوتکه میجر کانیکا مهرا ،لومړۍ افسرې  ګاریما پاسي  او د کیبن څلورو خدمه ؤمیرمنو اداره کوله.

ددغه الوت مسافران  دهندوستان د هغو څلور زره کسیزو میرمنو ډلو یوه ځانګړي برخه ده چې سږکال بیّله  مکې مکرمې او مدینې منورې ته په سفرځي.

هندوستان د خپل  حج سیاست د هغه قانون د لغوه کولو لپاره د عربستان د تیرکال له فیصلې وروسته بدلکړ چې  میرمنې حاجیانې ئې  له خپل یوه محرم  یا سرپرست سړي سره ملګرتیا ته پابنده کولې.

زیاتره هندی زیارتوالې یا حاجیانې  چې  دحج لپاره له محرم یا سرپرست پرته د حج غوښته کړې ده ،د کرالا صوبې اوسیدونکي دي.

د هندوستان دکرالا صوبې دحج کمیشن  مشر سی محمد فیضي  ووئيل، هغه میرمنې  چې سږکال  له م حرم یا سرپرست پرته حج ته ځي ،کابو دوه  زره میرمنې  دي  او له هغو ځيني دخپلو خپلوانو دلیدو لپاره چې په عربستان کې کار کوي، حج  ته تللي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4146745

captcha