اینکا د پارس ټوډې په حواله خبر ورکوي چې، د اسلامي شورا د بشري حقوقو د کمېټۍ مشرې زهرا الهیان له اېرنا سره په خبرو کې وویل: په داسې حال کې چې لوېدیځ هېوادونه له اسلام فوبیا سره د مقابلې لپاره د ګډ محور په شاوخوا کې ګامونه پورته کوي، پکار ده چې اسلامی هېوادونه سره یو ځای شي، هغو هېوادونه چې د قرآن سوځول یې په خپله اجنډا کې ځای پر ځای کړي، د تیلو او انرژۍ د ترلاسه کولو په برخه کې پرې بندیزونه ولګوي او له دوی څخه هم کوم توکي وارد نه کړي.
الهيان زياته کړه: دا ډول کړنې به د نورو هېوادونو لپاره د عبرت درس وي ترڅو د قرآنکريم د سپکاوي له ورته کړنو ډډه وکړي.
د اسلامي شورا د بشري حقوقو د کمېټۍ مشرې همدارنګ وویل: نن ورځ اروپايي هېوادونه چې په نړۍ کې د بشري حقوقو ادعا کوي، د قرآنکریم د سوځولو اجازه ورکوي، په داسې حال کې چې له دغو هېوادونو څخه غواړو چې په قرآنکریم کې د انسان او اسلام مفاهیم مطالعه کړي.