IQNA

د کشمیري مسلمانانو د ځورولو لپاره د هند د حکومت له لوري د پاسپورتونو ځنډول

16:35 - August 05, 2023
د خبر لمبر: 3487741
ایکنا – (کشمیر) د هند حکومت د یو شمېر کشمیري مسلمانانو د پاسپورټونو د ځنډولو بې سارې پرېکړه کړې ده. د هند دغه اقدام له ستونزو سره د د دغه ایالت د مسلمانان د مخ کېدو په موخه ترسره شوی.

ایکنا د الامة پرس په حواله راپور ورکوي چې، د هند حکومت د خبریالانو په ګډون، د یو شمېر کشمیریانو پاسپورتونه ځنډولي دي او نړیوالو څارونکو د کشمیر په مسلمانه مېشته سیمه کې د مخالفینو پروړاندې دا اقدام بې ساري بللی دی.

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې مېشتو ډېرو کشمیریانو د انګلیسي ژبې منځني ختیځ خبري آانس ته ویلي چې دوی ته په تېرو لسو ورځو کې د هندي چارواکو له لوري ایمیلونه رسېدلي چې دوی ته یې خبر ورکړی چې پاسپورټونه یې ځنډول شوي دي.

 له بلې خوا، د هند د جمو او کشمیر ایالت په سرینګر ښار کې د پاسپورټ سیمه ایز دفتر د 1967پاسپورټ قانون لسمې مادې ته په اشاره سره ادعا کړې چې اغېزمنې خواوې د هند امنیت ته ګواښ دی.

 د منځني ختیځ نیوز راپور ورکړی چې په تېرو دوو اونیو کې لږترلږه 10 کشمیري زده کړیالانو، زده کوونکو او ژورنالیستانو اخطاریه ترلاسه کړې. وړاندینه کېږي چې د 70 او  90 کسانو ترمنځ به د دوی پاسپورټونه لغوه شي.

د سرینګر ښار د پاسپورټ افسر ډیویندر سینګ هندي خبري سایټ The Wire ته وویل: د لسګونه کشمیریانو د پاسپورتونو د ځنډولو امر یې ترلاسه کړی دی. خو کره شمېره یې نه شي په ډاګه کولای.

 هغه زیاته کړه: په نوملړ کې له ځینو کسانو سره اړیکه نیول شوې او د ترسره شویو اقداماتو په اړه یې خبر ورکړی. له دغو کسانو سره تماس نیول شوی چې خپل اسناد دې وسپاري، که نه نو له نامعلوم برخلیک سره به مخ شي.

http://shabestan.ir/detail/News/1281993

captcha