ایکنا د عرب نیوز په حواله خبر ورکوي چې د مسلمانانو د نړیوالې ټولنې لوی منشي محمد بن عبدالکریم العیسی په مکه کې د قرآنکریم د نړیوال موزیم د په لاره اچولو خبر ورکړی دی.
هغه ویلي چې دا نوښت د قرآن او سنتو د پیام خپرولو په موخه په لاره اچول شوی دی او دا موزیم به د علمي حقایقو له مخې د قرآنکریم معجزې څرګندي کړي.
د هغه په خبره، د موزیم پروژه د دې ټولنې د عالمانو نړیوالې شورا له لوري په لاره اچول شوې، چې له ټولې نړۍ څخه د سترو عالمانو په ګډون سره یو مشورتي پلاوی دی.
د موزیم کارکوونکي په ټولې نړۍ کې د کنفرانسونو، ناستو او ویناوو د تنظیمولو دنده پر غاړه لري.
محمد العیسی وویل: د دې غوره پروژې فکر د هغې محتوا ته په کتو چې په خپله برخه کې لومړنۍ ده، د دې ټولنې د خدای کتاب او سنتو ته د خدمت کولو د برخې له لورې پیدا شوی دی.
العیسی زیاته کړه چې لیدونکي د دې ټولنې له ودانۍ څخه کولای شي د موزیم لیدنه وکړي. د موزیم نړیوالې څانګې، قرآني ارزښتونه او په آیتونو کې غوره احکام بیانوي.
العیسی څرګنده کړه، دا موزیم د قرآن او د هغه د علومو په اړه له ناستو، راټولیدنو، ویناوو او څېړلو سربېره، د قرآنکریم د تاریخي نسخو په اړه تاریخي راپور هم وړاندې کوي.