IQNA

له زده کړو د افغان نجونو محرومول لویه بشري سرغړونه ده

7:13 - August 12, 2023
د خبر لمبر: 3487774
ایکنا – (ملګري ملتونه) د نړیوال تعلیم لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ګورډن براون ویلي، چې طالبانو له زده کړو د نجونو او ښځو په منع کولو سره له بشري حقونو تر ټولو سخته سرغړونه کړې ده.

ایکنا د پارس ټوډې په حواله خبر ورکوي چې، ښاغلی براون چې د برېتانیا د صدراعظم په توګه یې هم دنده ترسره کړې، له ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند د بشریت ضد له جنایت سره تشبېه کړی دی.

د نړیوال تعلیم لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي له نړیوالې جزايي محکمې غوښتي، هغه کسان مجازات کړي، چې له بشري حقونو یې ظالمانه سرغړونه کړې ده.

طالبانو پر افغانستان د ولکې له بیاټینګولو وروسته نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړې او د دوی پرمخ یې د پوهنتونو دروازې هم تړلې دي.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i137014

captcha