IQNA

پاکستان له یو میلیون زیات غیرقانوني افغان کډوال وباسي

14:59 - September 28, 2023
د خبر لمبر: 3488022
ایکنا-(اسلام اباد)   افغانستان ته ددغو غیر قانوني اوسیدونکوپناه غواړو بیرته ستنول به په درو پړاوونو کې ترسره شي او په لومړي پړاو کې به هغه افغانان چې له اسنادو پرته په پاکستان کې اوسېږي او هغه افغانان چې خپل اسناد او ویزې یې نه دي تمدید کړې وې ایستل شي.

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکوي،د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې د افغانستان هغه ۱.۱ میلیون  افغان کډوال وباسي چې قانوني اسناد نه لري.په دغه راپور کې وئيل شوی دی،پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی چې د پاکستان د مرکزی حکومت سرپرستې کابینې دغه پریکړه تصویب کړی ده .

ددغو رسندویو  د راپور له مخې، څه باندې ۷۰۰ زره افغان ښاریز وچې له پخوا راهیسې په پاکستان کې مېشت دي، په دغه هېواد کې د اوسېدو اسناد نه دي نوي کړي.

  افغانستان ته ددغو غیر قانوني اوسیدونکوپناه غواړو بیرته ستنول به په درو پړاوونو کې ترسره شي او په لومړي پړاو کې به هغه افغانان چې له اسنادو پرته په پاکستان کې اوسېږي او هغه افغانان چې خپل اسناد او ویزې یې نه دي تمدید کړې وې ایستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو شپږو ورځو کې له پاکستانه تر زرو ډېر افغان پناه غواړي اېستل شوي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د شمېرو پر بنسټ، د روان کال تر جون میاشتې پورې په پاکستان کې د افغان کډوالو شمېر ۳.۷ میلیونو ته لوړ شوی دی.

https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i139174

captcha