ایکنانیوزد آناتولِ له قوله راپور راکړ،د بنګله دیش د کاکس بازار د اور وژونکي ادارې مرستیال مشر له آناتولي خبری آژانس سره په خبرو کې په دې باب ووئيل، سیمې ته د اور وژونکي اته ډلې لیږدول شوي او البته د خبر تر مخابیره کیدا پورې ئې د احتمالی مرګ ژوبلو په باب څه نه دي وئيل شوي
د روهینګیا یوه مسلمان محمد رضوان چې خپلوان ئې د اور د لګیدا له امله تاواني شوي دي،وئيلي دي په دغه اور کې څه دپاسه یوزر دوه سوه خیمې سوځيدلي دي او کابو شپږ زره روهینګیائي کډوال بیا بې کوره شوي دي ، البته هغه وئيلي دي چې دا د ورانکارۍ اقدام دی. او ځيني میانماري بلوه غواړې ډلې هڅه کوي،د پناه غواړو په کیمپونو کې خپل حاکمیّت ټينګ کړي.
د کډوالو د بیرته ستنیدا او دمرستندویه کمیشنرۍ مرستیال سامسود دوزا هم وئيلي دي ، چې د پيښې په ځاي ارزونې شوي دي او د کډوالو لپاره د خواړو ،سرپناه او قالیو د تامینولو لپاره هڅه کوي.
د ملګروملتو د پناه غواړو د لوړې کمیشنرۍ داحصایو په اساس ، د راخیني مسلمانانو شمیر چې د ۲۰۱۷کال څخه په میانمار کې له ظلم او جنایتونو څخه تښتیدلي او بنګله دیش ته ئې پناه وړې ، کابو یو میلیون کسان ښودل شوی دی چې په هغو کې ۵۲ فیصده ماشومان او ۴۸فیصده نور زیات عمر لرونکي او بوډاګان شامل دي .