iqna

IQNA

بچوې
عربستان
ایکنا-د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن نړیوالو سیالیو څلویښتم پړاؤ غوره کسان اعلان شول. او د قاضیانو دپلاوي د اعلان په اساس، ددغاو سیالیو د سړیو او میرمنو په دواړو څانګو کې په ټولو پنځو برخو کې  د ایران اسلامی جمهوریت قاریانو او حافظانو لومړۍ مقام وګاټّه.
د خبر لمبر: 3488763    خپرونې تاریخ : 2024/02/22

ایکنا- شیخ خیرالدین علی الهادي په یولړ څرګندونو کې ووئيل،  د ایران د قرآن نړیوالې سیالۍ،  د ایران په اسلامی جمهوریت کې د قرآن سسټماټیک شوي غورځنګ د ودې ښوده کوي، دغه سیالۍ له نورو سیالیو سره ډيرفرق کوي،ځکه  د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ټولو هیوادونو یوه منل شوې ښکارنده ده.
د خبر لمبر: 3488752    خپرونې تاریخ : 2024/02/20

ایکنا- د ایران په اسلامی جمهوریت کې د عربستان سفیر د ایران د قرآن د نړیوالو سیالیو د څلویښتم پړاؤ په څنډې کې د ترسره شوو غږملتیاؤ او دترسره کیدا د سوئې په ستایلو سره،د سیالیو دغه پړاؤ د عربستان  لپاره ډير مهم او ارزښتمن وبالۀ.
د خبر لمبر: 3488740    خپرونې تاریخ : 2024/02/18

ایکنا- سعودي عربستان په وروستیو  کلونو کې هڅه کړې ده ، په پراخوتبلیغاتو او د رونالډ، اولیونل مسي په څير سپورټي اوهنري دنیا له مشهورو شخصیّتونو څ خه په استفادې سره نړیوالو ته وبریښوي ، چې  له افراطيوهاي تفکراتو څخه لیرې شوي دی او نیّت لري ، په سوله ایز  او مصلحتي  کړچار سره  د خپل تیر وخت څخه کاملا مختلفه څيره نندارې ته وړاندې کړي.
د خبر لمبر: 3488659    خپرونې تاریخ : 2024/02/01

د ایران د اسلامي جمهوریت او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو پرون د غزې د بدلونونو په هکله ټیلیفوني خبرې اترې وکړې.
د خبر لمبر: 3488658    خپرونې تاریخ : 2024/02/01

ایکنا- د نجومی محاسباتو په اساس،د روژې د مبارکې میاشتې  لومړي ورځ به د ۲۰۲۴کال د مارچ په یولسمه نیټې  او د ۱۴۰۲ کال  د  اسفند میاشتې له ۲۱نیټې سره برابره وي.
د خبر لمبر: 3488597    خپرونې تاریخ : 2024/01/21

ایکنا- د اسلامی  انقلاب د معظم لارښود د سیاسی چ ارو سلاکار ووئيل، نیواکي ټاټوبو ته دکشتیو د تګ راتګ په محدودولو کې  دیمن د انصار الله ولسی  غورځنګ دمبارزانو شجاعانه اقدام،د صهیونیسټانو پر حیاتی شاهرګ ګوته ټينګه کړې ده.
د خبر لمبر: 3488441    خپرونې تاریخ : 2023/12/18

ایکنا- په عربستان کې د اسلامی چارو په زمینې کې فعالې ټولنې ،له اته کلونو کم عمره  ماشومانود سمې  لوستنې  د زده کړې لپاره د نوي اپلیکیشن د برابریدا خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3488440    خپرونې تاریخ : 2023/12/18

ایکنا-(ریاض) سعودی عربستان د فلسطین دغزې بوږنونکو حالاتو  او راتلونکي ته په پام سره د اسلامی ملګرتیاموسیسې دغړو هیوادونو د وزیرانو د فوري غونډې غوښتنه وکړه.
د خبر لمبر: 3488379    خپرونې تاریخ : 2023/12/06

ایکنا-(اسلام اباد) د پاکستان ولسمشر د ایران او عربستان د رسمي اړیکو  په پیلیدا د خوښئ په ښودلو سره ووئيل، چې د اړیکو دغه عادي کیدا  په سمیې کې یو لوي پرمختګ دی چې  په سیمې کې د تجارت پر لوړتیا سربیره ، په سیمې کې   امنیت ،سوله او پراختیا  هم ډالۍ کوي.
د خبر لمبر: 3488320    خپرونې تاریخ : 2023/11/24

ایکنا-(ریاض) د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د اسلامي ملګرتیا موسیسې او عربي اتحادیې په ګډې غونډې کښې ټینګار وکړ چې د غزې پیښه د شرارت له چورلیز سره د شرافت د چورلیز مقابله ده او ټول باید وښايي چې د کوم لوري ملګرتیا کوي.
د خبر لمبر: 3488255    خپرونې تاریخ : 2023/11/12

ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشرابراهیم ریئیسي  نن د غزې د وروستیو حالاتو ا ارزونې په خاطر داسلامی ملګرتیا موسیسې په بیړنۍ سرمشریزې کې دګډون لپاره عربتسان ته لاړ.
د خبر لمبر: 3488248    خپرونې تاریخ : 2023/11/11

ایکنا-(تهران) دروسیې  د قرآن نړیوالو سیالیو یویشتم پړاؤ په ماسکو کې نن پيل شوې او تر جمعې ورځې پورې به دوام ولري.
د خبر لمبر: 3488239    خپرونې تاریخ : 2023/11/08

ایکنا-(تهرانَ) د اسلامی ایران ولسمشر به د عربستان له لوړپوړو  چارواکو او  دنورو اسلامی هیوادونو  له مشرانو سره هم لیده کاته وکړي او د اسلامی امت   د اوسنیو او راتلونکو حالاتو په باب به ورسره بحث او دنظر تبادله وکړي.
د خبر لمبر: 3488234    خپرونې تاریخ : 2023/11/07

ایکنا-(ریاض) د عربستان د تجارتي چارو زوارت دیوې اعلامیې په خپرولو سره د سرو زرو پر زیواراتو او جواهراتو باندې  دقرآن کریم د آیتونو نقش کولو د منع کیدا خبر و رکړی دی.
د خبر لمبر: 3488154    خپرونې تاریخ : 2023/10/23

ایکنا-(کابل) دافغانستان په شمال کې  د بلخ هوائي ډګر مسئولانو ووئيل، له دغه هوائي ډګره  عربستان ته د مسافرانو د منتقلولو او تجارتی الوتونه پیل شوي دي.
د خبر لمبر: 3488138    خپرونې تاریخ : 2023/10/20

ایکنا-(تهران) د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي او د عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د فلسطین په روانو حالاتواو د صیهونیسټانو د جنایتونو د درولو په اړه ټیلي فوني خبرې کړي دي .
د خبر لمبر: 3488095    خپرونې تاریخ : 2023/10/12

ایکنا-(تهران) د افغانستان د طالبانو د حکومت د حج ارشاد او اوقافو وزارت معین چې تهران ته په رسمی سفر راغلی ، د ایران له حکومت څخه ئې مننه وکړه چې تېر کال یې په دغه هېواد کې افغان کډوالو حاجیانو ته غوره خدمات برابر کړي وو.
د خبر لمبر: 3488057    خپرونې تاریخ : 2023/10/04

د اماراتو د سلطنتي محکمې مرستیال
ایکنا-(تهران) په دیني چارو کې د متحده عربی اماراتو د سلطنتی دیوان سلاکار علی الهاشمي له خوارجو سره په مخامخیدا کې د حضرت امام علی(ع)سیرت ته په اشارې  سره ووئيل،امام علی خپلو بیروکارو ته ټینګر کړی چې  خوارج له زیات انحراف پرته کافر نه ګڼي  او دا چاره باید د مونږ لپاره بیلګه شی.
د خبر لمبر: 3488047    خپرونې تاریخ : 2023/10/02

ایکناـ(ریاض) په عربستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر  په ریاض کې د دغه هیواد دکتاب دنړیوال نندارتون چې د ریاض ښار په ملک سعود پوهنتون کې ترسره شوی،مختلف سټالونه ولیدل او د  نندارتون په باب ئې معلومات ترلاسه کړل.
د خبر لمبر: 3488037    خپرونې تاریخ : 2023/10/01