iqna

IQNA

بچوې
مکه
ایکنا-(تهران)کارپيژاندي،د ګډو جشنونو ترسره کیدا د عربستان د ولی عهد محمد بن سلمان له خوا  یو پلان ګڼي چې  دعربستان ددودیزې ټولنې دسیکولر کولو په او د دغه هیواد دهویّت دسوکه سوکه بدلیدا په  لړ کې  د اجرا کیدا په حال کې دی.
د خبر لمبر: 3486134    خپرونې تاریخ : 2022/08/24

قرآني سورې [26]
ایکنا-(تهران)د خداوندمتعال له خوا دخلکو د هدایت لپاره ډير پیغمبر غوره شوي دي. خو په دغې لارې کې ئې ډيرې سختیانې درلودلي دي.په هغو کې دا چې هغه کسان چې په ګناهانو او انحراف ککړ دي،په آسانۍ سره نه مني چې خپله لاره اصلاح کړي. خو دغو ضدونو اوځِل د پیغمبرانو په منطق کې هیڅ انحراف او خنډ رامینځة نه دی کړی.
د خبر لمبر: 3486115    خپرونې تاریخ : 2022/08/17

ایکنا-(تهران)د جنوبی افریقا یو اوسیدونکی  د شیعیّت د مطالعاتو استاد او پادري  هغو روایتونو ته په اشارې سره چې د حضرت امام حسین علیه السلام د شهادت په باب ، د کربلا له واقعې  مخکې اووروسته  موجوددي ووئيل؛دیوه مسیحي څيړاند په توګه زما له نظره په کربلا کې د امام حسین پیغام، د بشریّت دنجات لپاره له ځانه تیریدل وو او  په دې لارې کې ئې  له درست توکمیز ،دیني او ملیَتي سرحدونو څخه تیر شو.
د خبر لمبر: 3486069    خپرونې تاریخ : 2022/08/06

ایکنا-(تهران) یو شمیر ایرانیو قاریانو چې سږکال د کاروان نور په چوکاټ کې د وحي ټاتوبی ته دحج لپاره تللي وو،په حرا غار کې په شتون سرهئې د کلام الله مجید څخه په زړه پورې آیتونو تلاؤت کړی دی.
د خبر لمبر: 3486051    خپرونې تاریخ : 2022/08/01

قرآني سورې /21
ایکنا-(تهران)په انبیاء سورې کې د شپاړسو الهي پیغمبرانو دژوندکیسې بیان شوي،څو دې نتیجې ته ورسیږي چې درست نبیان په یوې لارې او یوه هدف پسې وو او د دوي درست پيروکار هم دیوه امت په چوکاټ کې راځي،که څه هم ځیني داسې کسان او ډلې وې چې  له دغه وحدت سره ئې دښمني کړې ده .
د خبر لمبر: 3486041    خپرونې تاریخ : 2022/07/30

ایکنا-(تهران)اسلام د تاریخ یو مهم ټکی،هغه اقدام دی چې دحضرت محمد مصطفی(ص) لمسي د حج د مناسک  په مینځ کې پيلوي او ددیني اوسیاسی پاڅون او قیام په نیّت،دعراق په لور حرکت کوي. یو داسې اقدام چې د پاڅون کونکو شهادت لامل کیږي،خو په نهایت کې سبب شوی،په تاریخ کې د ریاکاروحاکمانو د انحرافاتو په مقابل کې  داسلام  حقیقي لاره ثبت  او تل پاتې کړي.
د خبر لمبر: 3486033    خپرونې تاریخ : 2022/07/27

قرآنی سورې (20)
ایکنا-(تهران )یوه هغه کیسه چې  په قرآن کریم کې ورته په کرتو اشاره شوې ده،د حضرت موسی علیه السلام کیسه ده.طه سوره له حضرت موسی سره اړونده یوه سوره ده چې په دغې سورې کې   ددغه الهی پیغمبر  په تیره بیا  له فرعون سره په مخامخیدا کې د مدیریّت اورهبرۍ  ډول  لیدل کیدلی شي .
د خبر لمبر: 3486017    خپرونې تاریخ : 2022/07/24

ایکنا-(تهران) د مصر د یوه غوره قاري شیخ محمود شحات په زړه پورې غږ سره په ټولنیزو چینلونو کې د غاشیه اواعلی سورو تر ټولو وروستی تلاؤت  خپور شوی دی.
د خبر لمبر: 3486015    خپرونې تاریخ : 2022/07/23

قرانی لارښونې  او شتمنۍ(21)
ایکنا-(تهران) بې وځلي د نړیوالې جغرافیائي پراختیا او تاریخ ژورتیا ته دانساني ټولنې یوه غزیدونکي مسئله ده .ددغې موضوع په پراختیا او کمیدا کې د اقتصادي مناسباتو دوامداربدلونونه او ټولنیز توپيرونه ډيرې اغیزې شیندي،خو له ټولنې څخه د بې وڅلۍ د وینځلو لپاره اساسی لاره چاره څه ده ؟
د خبر لمبر: 3486014    خپرونې تاریخ : 2022/07/23

ایکنا-(تهران ) د کعبې شریفې  د نوي پرَدې  د جوړولو او ګنډلو  عملیات ، په مسجد الحرام کې په ځانګړي ورکشاپ  او تعمیر ګاه کې په شپږو میاشتو کې د غوره هنرمندانو او  خیاطانو څخه په استفادې سره  پاي ته ورسیدل .
د خبر لمبر: 3486005    خپرونې تاریخ : 2022/07/20

ایکنا-(تهران)د غدیر خم نیکمرغه اختر جشن د درستې نړۍ په شان د هند ترکنټرول لاندې کشمیر کې داهل بیت علیهم السلام د زرګونو مینه والو په شتون او د اسلامی عالمانو په ونیاؤ سره ترسره شو .
د خبر لمبر: 3486002    خپرونې تاریخ : 2022/07/19

قرآني سورې (19)
ایکنا-(تهران) په قرآن کریم کې د حضرت عیسی علیه السلام د مور حضرت مریّم سلام الله علیها نامه د یوې پاکې میرمنې د بیلګې په توګه معرفي شوې ده.یو داسې شخصیّت  چې که څه هم پیمغبر نه دی ، خو د پيغمبر په څير تربیّت شوی  او د پیغمبرانو په شان چلند ئې درلود.
د خبر لمبر: 3486001    خپرونې تاریخ : 2022/07/19

د غدیر اختر مو مبارک شه
ایکنا-(تهران) په نجف اشرف کې دحضرت امام علی علیه السلام  سپيڅلی حرم، له هغو زیارتوالو ډک دی چې د غدیر خم د  نیکمرغه اختر په مناسبت  ئې ځانونه دعراق مختلفو سیمو او د ایران د اسلامی جمهوریت پشمول له  نورو  اسلامی او عربو هیوادونوڅخه دغه سپيڅلي حرم ته رسولي دي .
د خبر لمبر: 3485997    خپرونې تاریخ : 2022/07/18

ایکنا-(تهران) د پاکستان،نیجریه ،هندوستان ،ترکیې هیوادونو او دکشمیر د حاجیانو په شتون سره د ولی فقیه په بعثې کې له قرآن سره د انس محفل ترسره شو .
د خبر لمبر: 3485995    خپرونې تاریخ : 2022/07/17

قرآني سپارښتنې[19]
ایکنا-(تهران) پيغمبراکرم(ص) دخپل ژوند له ترټولو وروستي حج،حجةالوداع څخه په ستنیدا سره ،دخداوندمتعال له خوا یو آیت ترلاسه کړ، چې درستو الهي پيغامونو بشپړیدا ته ئې له یوه خاص پيغام سره غوټه ورکوله.دغه پیغام چې د علی ابن ابیطالب ولایت ئې درلود،دغدیر په نامه یوې سیمې کې دخلکو لپاره بیان شو .
د خبر لمبر: 3485993    خپرونې تاریخ : 2022/07/17

د تهران د جمعې لمانځه خطبې
 ایکنا-(تهران)د تهران د جمعې لمانځه خطیب ووئیل،د غدیرخم واقعه،د انساني تاریخ یوه استثنائي مسئله ده او خداوندمتعال د غدیرخم د پيښې په اندازې هیڅ یوې پیښې ته دومره اهمیّت نه دی ورکړی .
د خبر لمبر: 3485987    خپرونې تاریخ : 2022/07/15

ایکنا-(تهران)په مکې مکرمې کې د مسجد الحرام د چارو مسئولان  وائي ، چې د طواف او وداع دترسره کولو په وخت کې په حاجیانو کې د قرآن کریم  د ویشلو  په خاطر یو شمیر روباټونه  ځاي په ځاي کړائ شوي دي اوپه عین حال کې  له پرون راهسې ،  دعربستان د ټاټوبی د پریښودو په وخت کې حاجیانو ته   د یو میلیون  قراني نسخو ډالۍ کول پيل شوي دي .
د خبر لمبر: 3485979    خپرونې تاریخ : 2022/07/12

ایکنا- (تهران )د مسلمانانو د ولی امر دبعثې دنړیوالې چارو مرستیالۍ په مکې مکرمې کې د تهران پوهنتون په ملګرتیا سره ، دبیت الله الحرام جاجیانو ته د اسلامی انقلاب  دمعظم لارښود  دسږکال پیغام په یوه وبینار کې بیا وړاندې کوي .
د خبر لمبر: 3485978    خپرونې تاریخ : 2022/07/12

ایکنا-(تهران )د خیف جومات ،  په مکې مکرمې کې دمِنا د ټاټوبی تر ټولو مهم جومات دی ، چې پيغمبر اکرم حضرت محمدمصطفی (ص)پکې لمونځ ادا کړی  او د حجةالوداع یوه خطبه ئې هم دلته  وړاندې کړې ده .
د خبر لمبر: 3485976    خپرونې تاریخ : 2022/07/12

ایکنا-(تهران) دسعودي عربستان حکومت سږ کال په حج کې  دلومړي ځل لپاره  د مقدسه مشاعرو ترمینځ د حاجیانو د ځاي په ځاي کولو کې د آسانتیا په موخې سره د ؛برقي سکوټر؛په نامې سره له یوې وسیلې  استفاده کړې ده .
د خبر لمبر: 3485973    خپرونې تاریخ : 2022/07/11